د افغانانو په مشرۍ له سولې روان بهیر د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو ملاتړ

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل: د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه غونډه کې په افغانستان کې پر داسې سولې ټینګار وشو چې واک‌ یې د افغانانو وي.
په دې غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ انلاین ترسره شوه، اصلي اجنډا یې د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دې غونډه کې برخه اخیستي وه.
د هند، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته په ګډ بیان کې وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې د داسې بهیر ملاتړ کوي چې مشري یې د افغانانو وي، مالکیت‌ یې د افغانانو وي او واک‌یې هم له افغانانو سره وي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments