د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې بشکیک کې پراخ ملاتړ اعلان شو

comments 0

0 Views

هندوکش – قرغزستان: سورونباى جيين بيکوف تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوه اړخېزو اړيکو تر څنګ د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي چې د قرغزستان په پلازمېنه بشکيک کې دواړو مشرانو د ټرورېزم په وړاندې پر مبارزه او اقتصادي همکاريو هم بحث وکړ.
ولسمشر محمد اشرف غني چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره د قرغزستان پلازمېنې بشکیک ته رسېدلی، پرون يې د هندوستان له صدراعظم سره هم د افغانستان د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې، هندوستان، ایران، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو د افغانانو په مالکیت د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړې وو.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments