د افغانانو د سرقاتل ووژل شو / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

مولانا سمیع الحق چې کلونه یې د افغان جګړې په اړه فتواوې ورکړې او په افغانستان کې یې جهاد روا باله، تېر ماښام په یو داسې برید کې ووژل شو چې مخ او پوزه یې نه مالومیدله.
مولانا په خپل کور کې ووژل شو، دا چې چا او څنګه د کوم هدف لپاره وواژه تراوسه مالومه نه ده، خو د مولانا وژل کیدل د افغانستان د جګړې کرار کیدو او افغانانو لپاره ښه زیری دی.
کلونه جګړې کې چې څومره افغانان قرباني شوي مسوولیت یې په مستقیم او نامستقیم ډول په مولانا دی، ځکه دی د طالبانو معنوي پلار یادیده او د طالبانو جګړې ته به یې خلک جذبول.
مولانا په اکوړه خټک کې یوه دیني مدرسه درلودله چې په دې ستر دیني مرکز کې به یې د افغانستان د جګړې او تاوتریخوالي په اړه شاګردانو ته مفکوره ورکوله او د افغانستان په تړاو به یې سخت تبلیغ کو.
طالبان کلونه د مولانا په څېر د خلکو په فتوا باندې جګړې ته بشري قوه جذب کړه او تر ننه یې د مولانا د هر امر تابعیت کو، مولانا بیا د ای ایس ای یو نږدې کس و چې هره خبره یې تر طالبانو رسوله.
کله به چې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات پيدا شول، ای ایس ای به د مولانا له نفوذ ګټه اخیستله او له طالب مشرانو سره به یې خبرې کولې او په منځګړتوب به یې د دوی تر منځ جنجال ختموو.
دا کومه پټه خبره نه ده، طالبانو په یوې خپرې شوې اعلامیه کې منلې چې مولانا ورسره کلونه همکاري کړې او افغان جګړه کې یې مالي او معنوي ملاتړ ورڅخه کړی دی.
په داسې حال کې چې زیات شمېر افغانان مولانا ته د یو قاتل په سترګه ګوري، طالبانو د تمې خلاف هغه شهید وباله او د هغه مرګ یې د امت مسلمه لپاره ضایع وبلله.
طالبان مجبور دي چې دا کار وکړي، ځکه طالبان او مولانا د یو اس غوږونه دي، ای ایس ای یې معنوي او مالي ملاتړ کو او دا دواړو یې د خپلو ګټو لپاره کارولي او لا ډير به یې کاروي.
مولانا کلونه سخت دریځي وروزل او سخت دریځو ته یې د سخت دریځۍ فکر وکړ، خو اوس مالومه شوه چې دی خپله د سخت دریځۍ قرباني شو او هغه اور چې دې به پوکي ورکول، خپله پکې وسوځید.
ممکن مولانا سمیع الحق ای ایس ای وژلی وي، ځکه پاکستان کې ځينې سیاسیون په دې فکر دي چې مولانا د ای ایس ای روزل شوی و، او کیدای شي د دوی نور پکار نه و او یا بله انديښنه دا ده چې پاکستان کې وروستي سخت دریځي لاریونونه د مولانا په امر شوي او یا یې غوښتل ملاتړ یې وکړي، نو ځکه یې له منځه یوړ

Share this page to Telegram

Comments