د اعتصابونو، مظاهرو او بیل غونډو قانون تاييد شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ولسمشرې مانۍ دوهم مرستیال دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د بیل غونډو، اعتصاباونو او مظاهرو قانون تایید شو.
د افغانستان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل چې د اعتصابونو او مظاهرو قانون تردې وړاندې ۱۳۸۱ کال کې د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون پر بنسټ جور شوې وه چې لاس وهنې ته یې ضرورت درلوده.
دغې ناستې کې چې د ولسمشر دوهم مرستیال په مشرې ترسره شوې وه په ورته موضوعاتو خبرې وشوې فیصله په دې شوه چې طرح شوې قانون باید تعدیل لپاره عدلیه وزارت او کابینې ته واستول شي
تردې وراندې دغه قانون عدلې او قضایي کمیتې لخوا ارزول شوې وه چې د سرطان په ۱۴ کابینې هم نظر ورکړې وو دغه قانون به سلامشور لپاره مدني ټولنو، سازمانونو او خپلواکو ادارو ته هم نظر ورکولو لپاره وراندې کیږي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply