د اسیا پرمختیايي بانک له افغانستان سره ۱۸.۲۸ مېلیونه ډالر وړیا مرسته کړې

comments 0

10 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، چې د اسیا پرمختیايي بانک (ADB) د هېواد په شمال ختیځ کې د کرنیزو محصولاتو د ډیروالي په پار ۱۸.۲۸ میلیونه ډالره بلاعوضه مرسته ورسره اعلان کړې چې په خبره یې د اوبو د مدیرت په برخه کې به ولګول شي.
د اوبو د چارو د تنظیم له ملي ادارې څخه په خپره شوې خبرپآڼه کې ویل شوي، چې د یادې مرستې پر بنسټ به په بدخشان، بغلان، بامیان، کندز، تخار، سمنګان، پنجشیر، پروان، وردګو او یو شمېر نورو ولایتونو کې د اوبو مدیریت برخه کې مختلفې پروژې تطبیق شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسیا پرمختیایي بانک له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د کرنې، طبیعي سرچینو او د کلیو پراختیا برخه کې له ۸۷۹ میلیونه ډالرو څخه ډیره مرسته کړې چې پر مټ یې شاوخوا ۳۵۰۰۰۰ هکټاره ابي ځمکه بیا رغول شوې، په ۳۰۰۰۰۰ هکټاره ځمکه کار دوام لري.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادو مرستو په تطبیق سره ۲ میلیونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او شاوخوا ۹ میلیونو خلک ترې ګټه پورته کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments