د اسیا زړه کنفرانس نن د ولسمشر غني او اردوغان لخوا پرانستل کیږي

comments 0

5553 Views

هندوکش ـــ کابل: د اسیا زړه – استانبول پروسې د وزیرانو په اتم کنفرانس کې د افغانستان او سیمې پر سولې، مشارکت او سوکالۍ بحث کیږي.
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې دا کنفرانس نن په استانبول کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا پرانیستل کیږي.
په دغه کنفرانس کې د استانبول د پروسې د پنځلسو ګډونوالو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، شپاړس ملاتړي هېوادونه او دولس ملاتړي سیمه ایز او نړیوال سازمانونه ګډون وکړي.
تمه ده د یادې پروسې په پای کې یوه اعلامیه هم د نویو ژمنو په اساس تصویب شي.
د اسیا زړه – استانبول پروسه په ۲۰۱۱ کال کې د یوه با امنه او با ثباته افغانستان لپاره د سیمه ییزه امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاري په هدف پیل شوې.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments