د اسلامي هېوادونو سازمان افغان سولې ته نوې طرحه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان وايي، افغانان به نږدې میاشتو کې د سولې برخه کې نوي تحرکات او بدلونه وویني.
کابل کې ددغه سازمان سفیر نن د خبري غونډې په مهال وویل، دوی د سولې په برخه کې له روانو هڅو ملاتړ کوي او د چاپیریال په برابرولو کې به جدي هڅې وکړي.
کابل کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سفیر په مرکز او ولایتونو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې وویل، ښکیل اړخونه باید د ټیکاو لپاره کار وکړي.
د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په سعودي عربستان کې هم افغان جګړه ناروا یاده کړې وه او له وسله والو ډلو یې غوښتنه کړې وه چې سوله وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments