د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له ټاکنو خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ترکیه: ددغه سازمان منشي یوسف العثیمین ویلي دوی په افغانستان کې د روانو ټاکنو له بهیر ملاتړ کوي او دغه ټاکنې د افغانانو قانوني او مشروع حق بولي.
د نوموړي په خبره په افغانستان کې د ټاکنو په بهیر کې پر ګډونکوونکو او نوماندانو بریدونه هېڅ ډول شرعي او قانوني جواز نه لري. یوسف ټینګار کړی چې نړیوال دې په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي او په دې توګه دې دلته روانه جګړه چې زیانونه یې یوازې ملکي افغانانو ته اوړي ودروي.
هغه په څو ولایتونو کې پر نوماندانو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي دي. العثیمین د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي او سولې لار خپله کړي.
هغه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان تېر کنفرانس ته هم اشاره کړې ده او وایي، د نړۍ مشهورو اسلامي علماوو دغه جګړه غیر قانوني او ناروا بللې ده او ښکېلو خواوو ته په کار ده، چې د مذاکراتو او خبرو لپاره تیاری ونیسي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments