د اسلامي همکاریو سازمان:په روژه کې په کابل کې شوی وحشت د ډارنو کار دی

comments 0

0 Views

هندوکش: په لومړي ځل د اسلامي همکاريو کنفرانس يا او آی سي په کابل کې د حقاني شبکې، آی اس آی او لشکر طيبه د ګډ وحشت پر وړاندې جدي غبرګون ښودلی دی.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي ډاکټر یوسف بن احمد هغه تروریستي برید چې په کابل کې په یوه دیپلوماتیکه سیمه کې ترسره شو  په کلکو ټکو غندلی دی.

نوموړي ويلي دي چې ترهګر ډير ډارن خلک دي او له همدې امله ملکيان په نښه کوي.

نوموړی وايي په روژه کې د حقاني شبکې او پاکستان دا ګډ وحشت نه اسلامي دی او نه انساني.

نوموړی زياتوي چې ترورستی وحشتونه د اسلام پر ضد دي.

ياده دې وي چې پرون د کابل په وزیرمحمداکبرخان مېنه کې د حقاني شبکې يوه مطلقه  ملکي سيمه په نښه کړه چې تر سلو ډير بې ګناه افغانان پکې شهيدان شول او څلور سوه نور پکې ټپيان شول.

ولس او مدني ټولنو هم ددې بريد پر ضد لاریونونه کړي دي او د پيښې په ځای کې د پنجشبې په ورځ هم راټولو شویو خلکو پر حکومت د جديت غږ وکړ.

تر همدې پيښې وروسته نن ولسمشر د حقاني شبکې او کوټې شورا د يولس تنو مهمو غړو د اعدام حکم هم توشيح کړ.

ميوند افغان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply