د اسراییلوجنکي الوتکوسوریه کي دایران اړوند لسکونه پوځي مرکزونه بمبارکړي دي

comments 0

36 Views

هندوکش – ایران: د اسراییلي پوځ ویاند، افیخای ادرعي ویلي، جنګي الوتکو یې په سوریه کې د ایران د قدس ځواک او سوریایي پوځ پر لسګونه مرکزونو هوایي بمباري کړې دی او د وسلو د زېرمو او پوځي وسایلو په ګډون یې د قوماندې لسګونه مرکزونه له منځه وړي دي.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، په سوریه کې د ایراني اډو بمباري دا ښکاره کوي چې ایران په سوریه کې فعال حضور لري او هلته د سوریې حضور د سیمې ټیکاو او د سوریې نظام ته ستر ګواښ دی.
هغه زیاته کړې، ایران اسراییلو ته ګواښ پېښوي او په سوریه کې د هغوی حضور دوی ته په هیڅ صورت د منلو نه دی.
په ورته وخت کې د سوریې رسمي خبري اژانس ویلي، دي سوریې پر هوایي دفاعي سیسټم د اسراییلو له لوري توغول شوي ځینې توغندي یې شنډ کړي دي.
ایران بیا د اسراییلو دا تورونه رده وی چی کواکي ایران اسراییلوته کواښ پیښه وی خو داسی نه ده هرڅوک چی اوغواړی ایران ته کواښ جوړ کړی ایران به يي په مقابل کي ودریږی.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments