د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې دوه شپاړلس کلن فلسطیني ځوانان ووژل شول

comments 0

0 Views

هندوکش – فلسطین: تیره ورځ د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې دوه فلسطینیان نابلوس ښار ته نژدې ووژل شول.
د رارسیدلې راپورونو پر بنسټ ، یو ځوان هغه مهال ووژل شو چې یو شمېر فلسطینیانو اسرائیلي پوځیان په ډبرو ویشتل او هغو ډزې وکړې.
د اسرائیلو د پوځ یو ویاند ویلي، شاوخوا ۵۰ تنو فلسطینیانو د پوځیانو خبرداري ته پاملرنه ونه‎کړه او دوی یې په ډبرو وویشتل.
د فلسطین روغتیایي سرچینې وايي، دوهم ځوان نابلوس ښار ته نژدې په بورین سیمه کې د اسرائیلي سرتېرو په ډزو ووژل شو.
د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره میاشت وویل چې بیت‎المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply