د استقلال جشن او د خلکو ولولې / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

تاسو ولیدل چې اوس تر بل هر وخت له وطن او وطني ارزښتونو سره د خلکو مینه څو چنده زیاته شوې ده.
د خپلواکۍ بیرته اخیستلو سلمه کلیزه مو ولیدله چې خلکو په څنګه جوش او ولولو سره ونمانځله.
که څه هم دښمن خپله هڅه وکړه چې دا ورځې خوشحالي له خلکو واخلي، خو په دې و نه توانیدل او خلکو له ګواښونو سره سره جشنونه وکړل او له وطن سره د خپلې مینې اظهار يې وکړ.
د هېواد او افغانانو دښمنانو له استقلال دوه ورځې وړاندې کابل کې خونړی برید وکړ چې زموږ ۶۳ هېوادوال شهیدان او ۱۸۳ نور ټپيآن شول او سلګونه کورنۍ د ویر په ټغر کیناستلې.
حکومت په دې ویر رسمي جنش وځنډو چې له څو میاشتو چمتووالی ورته نیول شوی و، خو خلکو په ټولو لویو ښارونو او ان ولسوالیو کې جشنونه وکړل او دا ورځې یې جوش او مستۍ سره ونمانځله.
په دې ورځ یواځې جلال اباد ښار کې لس چاودنې شوې وې چې ۶۳ کسان یې ټپيآن کړي و، خو له سهار د چاودنو له پيل تر پایه خلک له جشنونو را و نه ګرځیدل او ترهګرو ته یې چلنج ورکړ چې هیڅ ډول ګواښ به ترې دا خوښي وا نه خلي.
د هېواد زیاتې سیمې په درې رنګه بیرغ پوښلې وې، دیوالونه، سړکونه، لارې کوڅې په بیرغ او ګروپونو رنګینه شوې وې او خلکو پکې اتڼونه کول.
د دې تر څنګ د استانبول پل، د ایفل ټاور، برج خلیفه او چین کې ځینې مشهور او تاریخي ځایونه به ملي بیرغ ښایسته شوي و او له افغانانو سره د خواخوږۍ لپاره دوستو هېوادونو خپل مینه وښودله.
په ځینو ولایتونو کې ستر ستر بیرغونه جوړ شوی و چې خلک یې نندارې ته راتلل، ننګرهار، کندهار او کندز یادوونه کولی شو چې لوی بیرغونه پکې د اسمان شنو ته پورته شول او خلکو یې هر کلی وکړ.
ماشومان، ښځې او نارینه په موټرو کې سړکونو ته راوتلي و او ددې جشن نمانځنه یې کوله، هغوی چې پيسې نه درلودلې له یو ځای ې پيدا کړي او دا ورځ یې رنګینه کړې وه چې ډول ډول بیرغونه یې جوړ کړي و.
دا جشن چې سلمه کلیزه وه د هېواد افغان دښمنه کړیو پیرزو نه وه، هر اړخیزه هڅه وکړه چې افغانان له دې جشنونو راو ګرځوي خو و نه توانیدل، لامل یې دا و چې اوس خلک د دښمن په اهدافو او هېواد سره په مینه کولو خبر دی.
تاسو ولیدل چې ځینو کسانو ټولنیزو رسنیو کې هڅه وکړه چې افغانان له دې ورځې جشن څخه راوګرځوي او تبلیغات یې کول چې افغانان ازادي نه لري، خو افغانان چې فکر او پریکړې یې خپلواکې دي ځانونه ورته خپلواک ښکاري.
دا ښکاره خبره ده چې زیاتو برخو کې په خان بسیا نه یو، خو دا چې فکر مو خپلواک دی، همدا ازادي ده چې باید نمانځنه یې وشي.
د دې ورځې نمانځنه له دې امله هم ګټوره یادیږي چې خپل هېواد سره د خلکو مینه زیاته او ازادۍ حس پکې ژوندی پاتې شي.
هغوی چې دا ورځ د خپلواکۍ نه بولي، پوه دې شي چې خپله خپلواک نه دي او نور افغانان به له دې مسیر را و نه شي ګرځولی.

Share this page to Telegram

Comments