د استخباراتو بله ډیزاین شوې نقشه / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

تازه په ارزګان او غزني ولایتونو کې د جګړې په اړه ویل کیږي چې قومي او مذهبي رنګ لري او هغه جګړې چې په تېرو څو ورځو کې شوې او تلفات پکې اووښتي ده، هڅه وشوه چې دې جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي.
دا جګړې لومړی د ارزګان ولایت له خاص ارزګان ولسوالۍ پيل شوې او بیا د غزني تر مالستان ولسوالۍ ورسیدلې، په دې جګړو کې د ملکي وګړي هم قرباني شوي چې تر ډيره هڅه وشوه چې قومي او مذعبي رنګ ورکړل شي، خو افغان حکومت او ملي امنیت شورا په وخت د دې کار مخه ونیوله.
د سیمې استخبارات دې ورځو کې هڅه کوي چې د جګړو شدت زیات کړي او له دې سره یو ځای تبلغاتي دستګاوې یې فعال دي چې جګړو ته یو او بل نوم ورکړي، خو په اصل کې دا جګړه د سیمې د استخباراتو یوه بله ډیزان شوې نقشه ده چې طالبان یې پلې کوي او رنګ ورته نور ورکوي چې د افغانانو یووالی وپاشي او په دې سره په حکومت کې دننه او بیرون بدبینۍ لا زیاتې شي.
د ارزګان او غزني ولایت له جګړو سره یو ځای تبلیغات وشول چې جګړه د قومونو ترمنځ ده، خو ارګ په دې تړاو د اسدالله فلاح په مشرۍ یو پلاوی وټاکه چې د جګړې اړخونه مالوم کړي.
دوه ورځو پلټنو وښوده چې جګړه نه قومي رنګ لري او نه مذهبي، جګړه د سیمې د استخباراتو نقشه ده چې په طالبانو یې تطبیق کوي او رنګ بل ورکوي چې قومونه سره خپلو منځو کې واچوي.
د سیمې استخباراتو، په ځآنګړي ډول ایران او پاکستان هڅه دا ده چې کلونه جګړې یې هدف ته نه دي رسولي چې د نظام ړنګول دي او اوس کار کوي چې جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي او قومونه یا مذهبونه په افغانستان کې سره وپاشي او تر منځ یې بدبینۍ رامنځ ته کړي.
افغان حکومت، د ملي امنیت شورا او ملي امنیت په دې برخه کې بیداره دي او کلونه یې کار کړی چې د سیمې استخبارات دې هدف رسیدو ته پرینږدي چې جګړه قومي او مذهبي اړخ ته واړوي.
تاسو ولیدل چې په شیعه ګانو بریدونه وشول، جوماتونه، تکیه ګانې په نښه شوې، دغه راز په سنیانو مو بریدونه ولیدل چې مسجدونه، جنازې، فاتحې او جرګې په نښه شولې، خو ایران او پآکستان و نه توانیدل چې افغانان په بل ډول جګړه کې سره ښکیل کړي چې نظام ته پکې خطر دی.
اوس چې له یوې خوا مسکو کې افغان دولت جمع طالبانو د دولس هېوادونو د استازو په ګډون د روسیې په کوربتوب مسکو کې سره راټول شوي، هڅه دا کیږي چې دا ډول غونډې سبوتاژ کړي او پرینږدي چې افغانان د کلونو ارمان چې سوله ده ورته ورسیږي.
له بلې خوا د جنیوا کنفرانس چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم ګڼل کیږي، نږدې راتلونکي کې پيل کیږي چې د افغانستان دوضعیت په تړاو به پکې خبرې کیږي، د سیمې د استخباراتو هڅه دا ده چې افغانستان وضعیت لا ډير خراب کړي او بدبینۍ رامنځ ته کړي چې افغان حکومت ته صدمه ورسیږي.
بې له شکه چې طالب رامنځ ته شوی د همدې پروژو لپاره دی او هر کله چې هر هېواد وغواړي د جګړې له لارې ځان هدف ته ورسوي، طالب ته امکانات برابروي او طالب پرته له دې چې هر اړخیز فکر د وطن او هېوادوالو لپاره وکړي، پروژه ورته تطبیق کوي.
افغانستان تر هر څه لومړی، یووالي ته ضرورت لري او تېرو کلونو کې حکومتونه توانیدلي چې خلقي، پرچمي، مجاهد، سیکولر او ډیموکرات، دغه راز ، پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او نور قومونه سره په یو ټغر کینوي او د یو افغانستان لپاره کار وکړي.
افغان دښمنه کړۍ هیڅکله نه غواړي چې افغانان په خپل منځ کې نسبي یووالی ولري، ځکه افغانان که سره یو موټی شي، دښمن پوهیږي چې سر درد ورته پیدا کولی شي.
نو له همدې امله کله په یوه سیمه کې یو ډول نقشه ډیزاین کړي او طالب ته ټوپک په اوږه کړي چې تطبیق یې کړي او کله بله سیمه کې بل ډول نقشه ډیزاینوي او طالب ته دستور ورکوي چې پلي یې کړي.
خو اوس یو څه افغانان بیداره شوي او یو څه افغان ځواکونه او استخبارات روزل شوي چې د دې ډول شومو پلانونو مخه نیولی شي.
دښمن په خواله رسنیو کې فعال دی او ډيره هڅه کوي چې د افغانانو مسیر بدل کړي او ذهنونه یې داسې پيچکاري کړي چې د یووالي پر ځای د یو بل دښمنان وګرځي.

Share this page to Telegram

Comments