د ازبکستان له لارې چین سره سوداګري پراخیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – چین: افغان حکومت خبر ورکړی چې د ازبکستان له لارې به د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه پراخه شي.
ولسمشر غني د چین په چنګداو ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدلي او د دواړو غاړو د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو په اړه ویل شوي چې اوس یو لوی اقتصادي لیدلوری موجود دی او د ازبکستان له لارې به د چین او افغانستان ترمنځ سوداګري لا پراخه شي.
دواړو مشرانو د بنسټیزو پروژو لکه برېښنا شبکې او د اورګاډۍ پټلۍ د لومړنیو کارونو د پیل لپاره د دواړو غاړو ترمنځ تفصیلي خبرې شوي او هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به ژر له یو بل سره کاري ناستې پیل کړي.
دغه راز د ازبکستان ولسمشر میرضیایف ویلي، چې د افغان سولې پروسې په تحقق کې به ازبکستان نه یوازې دا چې افغانانو سره مرسته کوي، بلکې د نړۍ نور دوست هېوادونه به هم وهڅوي چې د دغې پروسې په کامیابولو کې له افغانانو سره مرسته وکړي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments