د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د لسو کلونو لپاره د برېښنا د تامین قرار داد لاسلیک شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د رسنیو د راپورونو له مخې د مالیې سرپرست وزیر او د ازبکستان د انرژۍ وزیر تازه قرار داد لاسلیک کړی چې له مخې یې ازبکستان د راتلونکو لس کلونو لپاره پر افغانستان برېښنا پلوري.
د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وایي چې ازبکستان تر نورو هېوادونو او تر پخوانیو قرار دادونو په ټيټه بیه پر افغان لوري برېښنا پلوري چې په دې توګه به د برېښنا په برخه کې ۶۰۰ میلیونه ډالر سپما شي.
د قیومي په خبره دغه قرار داد د لسو کلونو لپاره دی او د برېښنا د لېږد او نورو تاسیساتو د جوړولو لګښت هم پر ازبکستان دی.
د ازبکستان د انرژۍ وزیر هم ویلي چې د راتلونکو لسو کلونو په اوږدو کې به ازبکستان د افغانستان برېښنا تامینوي او اړوند خدمات به یې وړاندې کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments