د ارګ لپاره دسیسه / عبدالمنان توحیدیار

comments 0

0 Views

له هغې ورځې چې ولسمشر غني ارګ ته تللی او له دې ادرس څخه یې د ډيرو جاسوسانو او پرديپالو لاسونه لنډ کړي، د ارګ او ولسمشر پروړاندې دسیسې جوړیږي، چې زیاتې یې ناکامه شوي دي.
دا دسیسې سیستماتیکې جوړیږي، خو دا چې ملت اوس د بغدادي پير د وخت ملت نه دی او بیداره دی، هره دسیسه یو په بل پسې له منځه تللې او لا هم ځي.
نوې دسیسه چې په ارګ کې د اخلاقي فساد په تړاو راپورته شوې، دا ښکاره کوي چې د ارګ او د دې ملت څومره پست او بې شرمه دښمنان دي چې په خپل عزت هم نه دي را ایسار.
ارګ د ټول ملت عظمت او د درناوي ځای دی او له همدې ځای د دې ملت او د دې هېواد سرنوشت ټاکل کیږي، خو دا چې د دې ملت دښمن ډیر سپک او نامرده دی، اخر یې یو داسې دسیسه جوړه کړه چې د ټولو مخ ور واوړوي.
ارګ کې د اخلاقي فساد په تړاو یواځې تورونه لګول شوي او ادعا شوې، په دې تړاو تراوسه هیڅ اسناد او شواهد نشته، خو دا چې دښمن په کمین کې ناست دی، نو له دې ادعاوو اعظمي ګټه اخلي چې ولسمشر او دا سیستم نوم بدی کړي.
له یوې خوا طالبان، له بلې خوا داعش، له بلې خوا د حکومت سیاسي مخالفین او دغه راز مافیا د همدې ورځې په تمه وه چې یوه قضیه راپیدا شي چې د خلکو غبرګونونه راوپاروي.
دا سمه ده چې تر ننه دا موضوع غبرګونونه لري او جدي موضوع ده، چې ارګ یې د سپیناوي لپاره حقوقي ټیم ټاکلی او له لوی څارنوالۍ سره به کار وکړي چې دا موضوع روښانه کړي چې تر کومه حقیقت لري.
په دې تړاو له حبیب الله احمدزي هم غوښتل شوي چې د خپلو ادعاوو په تړاو سپیناوی ورکړي، خو هغه د تورونو په دریمه ورځ تکتیکي شاتګ کړی دی، ځکه هغه په دې تړاو هیڅ اسناد او شواهد نه لري او یواځې د عقدې له مخې یې تورونه لګولي دي.
احمدزي دا تورونه وروسته له هغې ولګول چې پارلماني ټاکنو ته د نوماند کیدو لپاره یې له مشاوریت استعفا ورکړه، په ټاکنو کې بریالی نه شو او داسې فکر یې وکړ چې ګنې ارګ کې ځینو کړیو په قصدي ډول ناکام کړی دی، خو حقیقت هغسې نه و.
احمدزی چې کله ټاکنو کې ناکام شو، بیا یې د مشاوریت وړاندیز وکړ چې د ولسمشر له لوري رد شو او دی عقدې واخست چې بالاخره یې بې بنسټه او بې اسنادو تورونه ولګول.
د احمدزي له عقدې دښمن ناسمه ګټه واخیسته او هغه یې په یو لوی مشکل کې راګیر کړی، احمدزی اړ دی چې اوس د دې تورونو سپیناوی ورکړي، خو هغه سره د سپیناوي هیڅ په لاس کې نشته او د تکتیکي شاتګ لپاره یې ویلي، که له دې سپناوی غوښتل کیږي، باید پخوا چې خلکو تورونه لګولي هغوی دې هم سپیناوی ورکړي.
دا سیمه ده چې احمدزي نوم بدي او بې باوري رامنځ ته کړه، خو احمدزی به اوس دا هر څه وایي چې چا او ولې یې دا کار وکړ چې یو مهم ادرس باندې بې بنسټه تورونه ولګي، اوس په ټولنیزو رسنیو کې هم د دې موضوع د سپناوي غوښتنه شوې او که اسناد اوشواهد نه وي، احمدزي ته د سختې سزا غوښتنه کیږي.

Share this page to Telegram

Comments