د ارګ او عطامحمد نور تر منځ هوکړه وروستی شوې

comments 0

659 Views

هندوکش – کابل: د بلخ ګوښه شوی والي وايي، د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ ستونزه حل شوې او ډیر زر به دواړه لوري پر چمتو شوې هوکړه لاسلیک وکړي.
د بلخ مخکیني والي عطا محمد نور چې نن یې د نوی کال په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته خبرې کولې وویل،د جمعیت ګوند مشرتابه له حکومت سره د هوکړې د لاسلیک اختیار ده ته ور کړی دی .
عطامحمد نور له ولسمشر هم مننه وکړه چې د نظام د ستنو د پياوړتیا لپاره یې زغم او هڅه کړې ده
عطا محمد نور راتلونکو ټاکنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې له هوکړې وروسته به په پراخه بڼه سیاسي بهیر ته دننه شي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments