د ارمانونو پسرلی او نامرده دښمن

comments 0

0 Views

لیکوال: نوید احمد څرک
په وروستیو کې د افغان حکومت سیاستونه او د ولسمشر قوي اراده چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ورته حیران و چې افغانستان به د سولې تر څنګ د چټک پرمختګ شاهد وي، خو نامرده دښمن دې خدای چاته نه ورکوي، دښمن په دې کار کوي چې څنګه ولسمشر او افغانان د سیالانو له سیالۍ راوګرځوي.
د سیمې په کچه د افغان ولسمشر محوریز سیاست چې افغانستان یې د جغرافیايي موقعیت له امله ټولو ته مهم کړی او دغه راز د ټول پام یې افغانستان ته راوګرځو چې په دې هېواد کې ثبات د ټولې سیمې او ان نړۍ په ګټه دی.
دې ارمانونو ته د رسیدو لپاره د سیمې په کچه لوی پروژې پرانیستل شوې چې د ځینو عملا کار پیل شوی او ځینې نورې سروې او ډيزان کیږي چې په تطبیق سره به یې نه یواځې دا چې افغانستان عواید ترلاسه کړي، بلکې د انرژۍ تر څنګ به د نورو هېوادونو اړتیاوې په موږ پورې وتړل شي.
د فساد پروړاندې مبارزه چې د جنرالانو، وزیرانو، معینانو او ښاروالانو په کچه خلک محکمې ته کش شول او هغه د کلونو کلونو د غلا حسابي ورپسې راووته چې اوس یا په زندان کې دي او یا یې د فساد دوسیه په د محکمې په میز ایښې.
د اصلاحاتو پروسه چې له دولتي چوکاټ څخه یې د غلو د ایستلو او شړلو کار پیل کړی چې تر دې دمه ډيری ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شوي او هغه کسان حاشيي ته شوي چې د تنظیم او ډلې په اساس باندې یې دندې کولې، اوس هم شته ځینې ډلې او کسان چې په تدریجي ډول به یې ځای مسلکي کسان ونیسي.
په هره برخه کې د پاکستان له تکیه ځان خلاصول چې که اوس پاکستان سل کاله هم له افغانستان سره دروازې وتړي په افغانستان منفي اغیز نه کوي، خو پخوا که به دروازه یوه ورځ وتړل شوه د افغانانو چیغې به وتلې.
د سیمې له هېوادونو سره سوداګري او دغه راز د بدیلو لارو پیدا کول چې ان سوداګري مو له چین او هند سره نیغ په نیغه شوه، نو دا ټول هغه څه و چې یو سپین ګیري ولسمشر د سمو سیاستونو او سمو تګلارو له کبله رامنځ ته کړل.
خو یو نامرده دښمن د افغان او مسلمان په جامه کې دا هر څه چیلنج کوي او افغان حکومت له ننګونو سره مخ کوي او عوام یې د خپلو هوسونو او پردیو ګټو لپاره په شهادت رسوي او د افغان وینه تویولو باندې د اسلام مبارک دین ته هم صدمه رسوي.
یو سپین ګیری ولسمشر چې له خپلې انرژۍ زیات کار کوي، څو دا هېواد له سیالانو سره سیال کړي، څو افغانان د کلونو له بدبختۍ وژغوري، څو افغانستان په ځان بسیا کړي، څو د دولتدارۍ یو داسې چوکاټ رامنځ ته کړي چې د هر ډول فساد او ځان غوښتنو مخه پکې ونیول شي، څو یو داسې افغانستان رامنځ ته کړي چې نور هېوادونه او نور ملتونه ورته احتیاج وي او افغانان له محتاجۍ خلاص کړي.
دا ولسمشر غني دی چې تر هر چا ښه فکر، تر هر چا ښه زده کړې لري، تر هر چا ښه په پالیسو پوهیږي او تر هر چا زیات کار کوي، خو له نامرده وسله وال دښمن سره مخ دی چې د بدن زیاته انرژي او فکر یې په جګړې مصروف دی.
سپین ګیری ولسمشر د افغانانو د یو روښانه راتلونکي په تمه دی او د دې لپاره کار کوي چې د افغانانو ارمانونه پوره کړي چې راتلونکي نسلونه یې په سوله کې ژوند وکړي،خو د وسله وال دښمن تر څنګ یې یو نامرده مامور او نامرده سیاسي مخالف راپاڅیږي، له خوږي ګوتې یې نیسي او چیلنج کوي یې.
دا به د افغانانو خپله بدبختي وګڼو چې یو زرین چانس په لاس ورغلی، خو خپله یې له منځه وړي، دا وخت د نړیوالې ټولنې پام افغانستان ته دی چې څنګه او په کوم برخو کې ورسره مرسته وکړي چې افغانان له خاورو راپورته شي، څنګه ورسره مرسته کولای شي چې په نړیوالو میدانونو کې وځلیږي، خو نامرده دښمنان په دې فکر کې دي چې څنګه د دې پرمختګونو مخه ونیسي او فرصتونه له منځه یوسي چې افغانانو له راتلونکي مایوسه او بې باوره کړي.
اخ دښمنه، سترګې دې ړندې شه چې د افغانستان ښیرازې و نه ګورې، غوږونه دې کاڼه شه چې د افغانانو خنداګانې وا نه ورې، په پښو شل شې چې د افغانستان په خاوره قدم کینږدې، لاسونه دې فلج شه چې پرې ماشه و نه چلوې، خوله دې له خاورو ډکه شه چې د پردیو خبرې پرې و نه کړې او تر خاورو لاندې شې چې افغانان او افغانستان درڅخه خلاص شي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *