د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ باندې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي

comments 0

5 Views

هندوکش ـ ارزګان: امنیتي چارواکي وايي، چې دارزګان په ګیزاب ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو بریدونه شاه تمبول شوي او له سقوط څخه ژغورل شوې او ولسوالۍ ته تازه دمه سرتیري رسیدلي دي.
تیره شپه د نوموړي ولسوالۍ پر مرکز وسلوالو طالبانو ډله ییز بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا افغان قواوو پر شا تمبولي.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي، تيره شنبه سپټمبر۱۹(وږې۲۹) رسنیو ته ويلي، چې دغه ولسوالي د وسلوالو طالبانو له محاصرې څخه ژغورل شوې.
ده وويل، چې افغان قواوي وضعیت په خپل واک کې لري او اضافي ځواکونه هم سیمي ته استول شوي.
نوموړي زیاته کړه: “د ګیزاب په ولسوالۍ کې وضعیت تر کنټرول لاندي دی، کومي امنيتي پوستې چې تر محاصرې لاندې وې هغوی ته کومکي سرتیري نن سهار وررسیدلي او په نږدې راتلونکې کې به ګیزاب ولسوالۍ کې نوري قواوي هم ځای پر ځای شي.”
دا په تیرو دریو ورځو کې د ګیزاب ولسوالۍ پر مرکز د وسلوالو طالبانو دوهم لوی برید دی چي تر سره کیږي.
ګیزاب د ارزګان ولایت په ختیځ کې له دایکندي ولایت سره په سرحد کې پرته د ارزګان نا امنه ولسوالي ده.
خپله وسلوالو طالبانو د ګیزاب ولسوالۍ د نښتو په اړه کومه تبصره نده کړې.
ننګیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments