د ارزګان – کندهار پر لویه لاره 30 کسان طالبانو ځان سره وړي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – د امنیتي چارواکو په وینا طالبانو ډیرش تنه مسافرین د کندهار – ارزګان پر لویه لاره له هغه وروسته ځان سره وړي دي چې یاد کسان کندهار ته روان وو.
د ارزګان ولایتي چارواکو په وینا، یاد کسان تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو له ځان سره وړي دي.
د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن رسنیو ته په وینا کې ویلي چې وسله والو طالبانو یاد مسافر د یادي لارې په «اردو بلاغ» نوم سیمه کې له موټرو کښته کړي دي.
د نوموړي په وینا، معلومه نه ده چې دا کسان څوک دي او د څه لپاره وسله والو له ځان سره وړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *