د ارزګان لویه لار امن شوه

comments 0

6 Views

هندوکش – ارزګان: د ارزګان ـ کندهار لوی لارې امنیت لپاره پيل شوي عملیاتو په پایله کې دا لار له لوړو ګواښونو وتلې ده.

د کندهار امنیه قومندان تادین خان وایي، د ځمکنیو عملیاتو پرمهال هوایي بریدونو کې یوویشت وسله وال وژل شوي دي.

امنیه قومندان ډاډ ښودلی چې د لارې د امنیت لپاره یې د ملي اردو مرکزونو جوړ کړي چې دایمي امنیت رامنځ ته کړي.

دا لار له تېرو څو کلونو راهیسې ناامنه وه چې خلکو ته یې زیات سرخوږی جوړ کړی و.

په دې لار کلونه وسله والو فعالیت کو او مسافرینو به یې سرخوږی جوړو.

ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments