د ارزګان دهراوود ولسوالۍ ته د طالبانو نومول شوې ولسوال ووژل شو

comments 0

1 Views

هندوکش – ارزګان: ارزګان کې ځایې چارواکي وایي چې دهراوود کې د طالبانو برید د یادې ډلې پنځه لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د چارواکو په وینا، دهراود ولسوالی کي وسلوالو طالبانو د افغان پوځ په یوه قرارګاه ډلییز برید کړی وو چي په متقابل ځواب کي د دهراود ولسوالی لپاره د طالبانو تش په نو ولسوال خالق رام په ګډون پنځه تنه وژل سوي او لس نور ټپیان سوي دي.
ارزګان کي د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمي لوا قومندان جنرال رحمت شاه قیمتي وايي جګړه تېره شپه سوې او پر مهال یې د ملي اردو دوه سرتیري هم ټپیان سوي دي.
د قومندان په خبره د طالب ولسوال جسد اوس هم د جګړې ډګر کي له یو میل کلاشینکوف، یوې پايې مخابرې او پرتلې سره یو ځای پاتي دي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments