د اردوغان او پوتین له لیدنې وروسته سوریه کې ترکي ځواکونو جنګ درولی

comments 0

40 Views

هندوکش ــ روسیه: د ترکیې ولسمشر ښاغلی رجب طیب اردوغان له ویلا دیمیر پوتین سره کتلي دي او تر شپږ ساعته مذاکراتو وروسته یې یوه هوکړه کړې ده چې پر بنسټ یې په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات درېدلي دي.
د روسیې د دفاع وزیر وایي کردي وسله وال باید له سیمې په شا شي او ترکیې ته له خطر جوړولو دې ډډه وکړي.
اردوغان هم ددې هوکړې تر لاسلیک وروسته ویلي چې د عملیاتو بیا پیل ته اړتیا نشته ده خو دوی بیا هم د خپل امنیت تامین او ناقانونه وسله والو ځپلو ته ژمن دي.
ترکیه او روسیه دواړه ښي اړیکي لري له همدی وجې اردغان د پوتین په مشوره د سوريي جنګ ودراوه او د سوريې ګړکیچ به د دیپلوماتیکولارو څخه حل کړي.
حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments