د اختطاف چیانو د بانډ مشر ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: عنایت قیچي چې کابل کې د انسان تښتوونکو د بانډ مشر و له پولیسو سره نښته کې وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، عنایت د موټرو په غلا، وسله والې غلا او انسان تښتوونکو کې لاس درلود چې د پولیسو تر تعقیب لاندې و.
عنایت د پنجشنبې په ورځ یو موټر تښتولی و چې د پولیسو په تعقیب د پغمان ولسوالۍ اړوند سیمه کې په ډزو وژل شوی دي.
له قیچي سره درې نور ملګري هم د پولیسو په ډزو وژل شوي او دوه نور نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له مجرمینو سره به د ترهګرو په څېر چلند وشي.
عبیدرادپور

Share this page to Telegram

Comments