د اختر د امنیت لپاره امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته لارښوونه کړې چې هر څومره جدي دې کار وکړي چې د اختر په شپو ورځو کې د هر ډول ورانکارو کسانو مخه ونیسي چې خلکو باندې خوشحالي خرابه نه شي.
د کورنیو چارو وزیر چې امنیتي مسوولین یوې ناستې ته وربللي و، کشفي او استخباراتي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د ښارونو هره سیمه کې جدي کار وکړي چې کومه پېښه رامنځ ته نه شي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د وزارت له منسوبینو غوښتي چې هغه کسان د امتیازاتو لپاره معرفي کړي چې لاس ته راوړنې لري او میړانه یې کړي وي.
په دې امنیتي ناسته کې ډاډ ښودل شوی چې پولیس د اختر شپو ورځو امنیت لپاره ځانګړی پلان لري او کار به وکړي چې خلک د اختر خوښۍ پرته له کوم ډار تېري کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments