د احصایي ملي اداره: د برېښنایي تذکرو په وېش کې اسانتیاوې رامنځته شوي

comments 0

52 Views

هندوکش – کابل: د احصايې او معلوماتو ملي ادارې چارواكي وایې چې د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ د چټكولو خبر وركوي او وايي، د يادو تذكرو د وېش ورو لړۍ د خلكو د نيوكو سبب شوې وه، خو اوس دوى زياتې اسانتياوې رامنځته كړي، ترڅو خلك په اسانۍ سره برېښنايي تذكري ترلاسه كړي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې رئيس احمد جاوېد رسولي شنبه د كابل ښار په كارته پروان سيمه كې د برېښنايي تذكرو د وېش مركز د پرانيستې په مراسمو كې وويل، هېوادوال كولاى شي په لږ وخت كې او په اسانۍ سره دا ډول تذكرې واخلي.
د نوموړي په خبره، تر دې دمه په كابل او دوو نورو ولايتونو كې ۲۸۷ زره كسانو ته برېښنايي تذكرې وركړل شوې دي.
اوسمهال په كابل كې پنځه او په هرات او ننګرهار ولايتونو كې د برېښنايي تذكرو د وېش دوه مركزونه فعال دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments