د اتمر استعفا د ملي ګټو په خاطر منل شوې

comments 0

1934 Views

هندوکش – کابل: ولسمشر غني ویلي چې د ملي ګټو په خاطر یې د ملي امنیت شورا مخکیني سلاکار استعفا منلې.
په هغه مراسمو کې چې په ارګ کې د ملي امنیت شورا نوي سلاکار حمدالله محب د پیژندګلوۍ لپاره جوړ شوي و، ولسمشر د حنیف اتمر هڅې وستایلې او ویې ویل، د نوموړي له تجربو به ګټه واخلي.
غني ویلي، د ملي امنیت شورا اساسي دنده له نړیوالو سره د استراتيژیکو اړیکو مدیریت او په امنیتي لحاظ د سیمې او نړۍ په کچه د اجماع جوړول دي.
غني ویلي چې پس له دې مهمه دا ده چې تمرکز مو په راتلونکې وي.
په دغه مراسمو کې د ملي امنیت نوي سلاکار حمد الله محب د ولسمشر له پرېکړې مننه وکړه او د ملي ګټو د لومړیتوب ډاډ‌ یې ورکړ.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments