د آلو بالو پلو يا ياقوت پلو

comments 0

0 Views

د ارتیا ور مواد :
1- ورجي يو كيلو .
2- آلو بالو يو كيلو .
3- بوره يو كيلو .
4- چرګ يوه دانه.
5- غوړي ( 500 ) ګرامه .
6- زعفران يوه كاچغه .
7- پسته او بادام هر يو ( 50 ګرامه ).
د پخولو طریقه:
ورجي خيشتوو. د آلو بالو مندكي كاږو او بوره ور اچوو، پر اور باندي يې ايږدو چي ښگـه و ايشي او خټه مربا ځني جوړه سي. كله چي ښه خټه سول بيا يې را كښته كوو او ايږدو يې چي ساړه سي
( كه چيري يوه ورځ د مخه مربا پخه سي ډېر به ښه وي ). چرګ يا غوښي مينځو او د يو، دوو دانو پيازو، لږ مالګي او اوبو سره يې پخوو داسي چي تر پخېدو وروسته نيم ګيلاس ښوروا ولري.
بيا چرګ ټوټه ټوټه كوو او غټ هډوكي يې ځني باسو. ورجي صافوو او دوې، درې كاچغي غوړي او نيم ګيلاس اوبه په دېګ كي اچوو او پر اور يې ايږدو چي و ايشي.
بيا نيمي صافي كړي ورجي په دېګ كي اچوو بيا مربا ور اچوو او دري، څلور كاچغي مربا ځني را ګرځوو ( چي بيا يې د ورجو پر سر ور اچوو ) او لږ ورجي يې پر سر باندي ور اچوو بيا چرګ يا غوښي پر ورجو باندي ايږدو او پاته ورجي يې پر سر باندي ور اچوو او د بادام خلال د دېګ په يوه كُنج كي اچوو او په لږ ورجو يې پټوو او دېګ پر اور باندي ايږدو او بيا ښوروا صافوو او د درو يا څلورو كاچغو غوړو سره يې ګډوو او پر ورجو باندي يې اچوو او ددېګ سر وربندوو او د يو يا يونيم ساعت لپاره يې پرېږدو ترڅو دم وكاږي ددېګ لاندي اوربايد ډېرخام وي ځكه چي دالوبالوپلو ژر سوځي.
د الو بالو پلو په كښلو كي ښايې ډېره ښه سليقه په كار واچوو؛ دوه كفكيره ورجي د دېګ د سره اخلو، لږ زعفران ( چي په ايشيدلو اوبو كي خيشته سوي وي ) يوه غټه كاچغه مربا او د بادام او پستې خلال ور سره ګډوو او جلا يې ايږدو د غوري د سر دپاره د غوښو ټوټگـې د دېګ څخه را باسو او ورجي په دېګ كي سره ګډوو او په دېش يا ګردي غوري كي يې اچوو، د غوښو ټوټگـې يې پر سر باندي اوډو او هغه ورجي چي د مربا، زعفرانو پستې او بادامو د خلال سره ګډي سوي دي د ورجو پر سر باندي اچوو او لږ غوړي يا كوچي سره كوو د ورجو پر سر يې ور اچوو او پر ميز يې را اخلو.

Share this page to Telegram

Comments