د آلو بالو قورمه:

comments 0

0 Views

لازم مواد :-
1- بې هډوكي غوښي يو كيلو
2- غوړي نيم كيلو
3- ميده سوي پياز نيم كيلو
4- ميده سوي شونډ يوه د چايو كاچغه
5- مالګه د ضرورت په اندازه
6- آلو بالو چي مندكي يې ايستل سوي وي نيم كيلو
7- بوره يا ګوړه
8- 100 ګرامه 9- هېل پنځه ګرامه.
د پخېدو ترتيب:
لومړى غوړي په دېګ كي واچوى بيا پياز ور واچوى چي سره سي. كله چي پياز طلايي سول غوښي ور واچوى او يو څو واره يې سره واړوى. بيا لږ اوبه ور واچوى او سر يې ور بند كړى چي غوښي پخې سي او پر غوړو باندي راسي. بيا نو آلو بالو ور واچوى، بوره او هېل هم ور واچوى. كله چي غورمه پر غوړو باندي راغلل را وايې خلى.

Share this page to Telegram

Comments