د آزربایجان ولسمشر ارمني ځواکونه وګواښل

comments 0

38 Views

هندوکش – آذربایجان: د اذربایجان ولسمشر ویلي، د جګړې د پای لپاره یوازې یو شرط لري او هغه دا چې ارمني سرتېري باید ددوی له خاورې ووځي.
الهام علي اف وایي ارمني ځواکونو په غیر قانوني توګه ددوی خاوره لاندې کړې ده نو اړ دي چې له خپلې خاورې او خپلو سیمو دفاع وکړي.
دده په خبره تر هغه به جګړه ادامه لري چې ارمني ځواکونه د اذربایجان له خاورې وتلي نه وي. د اذربایجان او ارمانیا ترمنځ پر یوه جنجالي سیمه نښته شوې ده.
دا نښته په وروستیو کلونو کې بې مخینې وه. ګڼو هېوادونو د جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده او ځینو بیا د اذربایجان یا ارمانیا ملاتړ کړی دی.
تر دې دمه په دې جګړه کې له دواړو لورو سل کسه وژل شوي دي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments