دیوې میاشتې راهیسې په شمال کې شاوخوا ۸۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

1 Views

هندوکش – بلخ: په شمال کې سیمه ایز چارواکي وايي،چې په روانه میاشت کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۸۰۰طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په شمال کې د۲۰۹ قول اردو ویاند وايي، چې د۲۱ طالب قوماندانو په ګډون ۵۰۲ تنه طالبان وژل شوي،۱۳ وسلوال قوماندان ټپیان او ۲۷۳ تنه یې تپیان دي.
د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وايي، چې افغان ځواکونو په همدې میاشت کې له طالبانو څخه دپچلراغ ولسوالۍ نیول وو.
په شمال کې سیمه ایز چارواکي وايي، چې دطالبانو په وړاندې به علمیاتو ته دوام ورکړو،ترڅو دطالب وسلوالو فعالیتونه له منځه یوسو.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments