دیني علما: پر وسله والو فشار زیات کړی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: ننګرهار کې دیني علماوو او قومي مشرانو په یوې پراخې غونډې کې له افغان حکومت غوښتي چې تر هغې طالبان تر فشار لاندې ونیسي تر څو یې چې د سولې خبرو ته غاړه نه وي ایښې.
هلته د سولې په تړاو جوړې شوې غونډه کې ټینګار شوی چې باید د سولې لپاره هلې ځلې وشي، خو نباید دا هلې ځلې پرطالبانو د فشارونو د کمیدو لامل شي.
د سولې عالي شورا غړو په دې غونډه کې ویلي چې د سولې عالي شورا له طالبانو سره د خبرو لپاره په خپلو تګلارو کې بدلونونه راوستي.
د سولې فرهنګ دودولو، ملي اجماع رامنځ ته کول، له مخالفینو سره مخامخ خبرو پيلول، هغه موارد دي چې د سولې شورا یې نوي یادوي.
د غونډې ویناوالو له وسله والو ډلو غوښتنه کړې چې له پردۍ جګړې لاس واخلي او نور دې افغان مسلمانان د دې جګړې لپاره نه قرباني کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *