دیني علماء: نامرده دښمن د انبیاوو وارثین په نښه کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د شهید مولوي ریحان له جنازې وروسته یو شمېر دیني عالمانو له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې دوی نه پوهیږي په کوم جرم! په نښه کیږي.
دیني عالمانو له وسله والو ډلو غوښتي چې دیني عالمان دې د شومو اهدافو لپاره نه په نښه کوي.
دیني عالمانو پر مولوي ریحان او جومات کې برید په سختو ټکو غندلی او د برید عاملین یې د اسلام له دایرې خارج بللي دي.
که څه هم دیني عالمان وایي، نه پوهیږي چې ولې په نښه کیږي، خو باور یې دا دی چې د دولت وسله والې ډلې یې د دې لپاره په نښه کوي چې ولې د دوی جګړې ته نامشروع وایي.
د مولوي ریحان په غبرګون کې ټولو افغانانو پر وسله والو ډلو لعنت ویلی او له افغان ځواکونو یې غوښتي چې د دې پيښو عاملینو ته سخته سزا ورکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments