دیني عالم: عمران خان مرتد او کافر دې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستاني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې تخت بام کې اعتراضیه غونډې پر مهال دیني عالم ویلي چې عمران خان مرتد او کافر دی او دی يې په قران او حديث سره کفر او ارتداد ثابتولای شي.
رسنۍ زیاتوي چې نوموړي ادعا کړې چې زه هر ډول مناظرې ته حاضر يم، که ما د عمران خان او لوی څارنوال کفر او ارتداد د قران او حديث په رڼا کې ثابت نه کړ، نو ما په ډزو ووژنئ.
دیني عالم پلويانو ته ویلي، چې که په هر ځای راته خپل رهبر د مناظرې لپاره چمتو کولای شئ، که په فارسي، پښتو، عربي او اردو ژبو کې په هره ژبه مناظره کول غواړي، چمتو يم.
ديني عالم بيا د خپلې ادعا د نه ثابتولو پر مهال خپله وينه عمران خان ته بښي او وايي؛ که مې نوموړی مرتد ثابت نه کړ، ما دې ووژني او که مې ثابت کړ نو پر همدې ميدان به عمران خان وژنئ.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments