دیني عالمان مسوولیت ته ځیر کیږي/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

افغانان سنتي ټولنه لري او ډير کله په تمه وي چې دیني علماء د ځینو پریکړو او تګلارو په تړاو څه نظر لري چې په همغه لار لاړ شي.
دا د افغانستان په تاریخ کې ثابته شوې چې د دیني علماوو حکومتونه له منځه وړي او حکومتونه یې جوړ کړي، دغه راز دیني علماء د ټولنې په اصلاح کې ښه رول لوبولی او لا ډير یې لوبولی شي.
خو په تېرو حکومتونو کې دې قشر ته چې خلک زیاته عقیده پرې لري، زیات پام نه و کړی او حاشیې ته شوې وه، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزو سیالیو پرمهال ژمنه کړې وه چې منبر او ارګ ترمنځ واټن به له منځه وړي او د دې لپاره یې زیات کار وکړ.
په تېرو څلور کلونو کې دیني علماء د سولې پروسې ته دننه شول او په ښارونو او کلیو کې دا زمینه برابره شوه چې دیني علماء خپل مسوولیت چې د سولې او ثبات په برخه کې دی، ادا کړي.
ولسمشر وتوانید چې دیني علماوو ته قناعت ورکړي چې دا وطن پرې حق لري او اړتیا ده چې د سولې او ثبات لپاره حق ووایي او په دې برخه کې خپل ملي او اسلامي رسالت سر ته ورسوي.
د کابل د علماوو غونډه یې ښه مثال و چې دیني علماء راټول شول او د افغان جګړې په تړاو یې خپل نظر وړاندې کړ، دغه راز په ولایتونو کې هم دیني علماوو د سولې او ثبات په برخه کې خپل غږ پورته کړ او هر ځل یې د سولې د خبرو د ملاتړ لپاره غونډې جوړې کړې او په وسله والو ډلو یې غږ وکړ چې د جګړې پر ځای سوله باندې تمرکز وکړي.
دا کار وړاندې هم کیدای شو، خو دا چې تېرو حکومتونو کې دیني علماوو ته ارزښت نه ورکول کیده او یا ورته په کمه کتل کیدل، نو دیني علماوو هم له حکومتونو سره همکاري نه کوله چې ټولنه یې په حکومتونو بې باوره کړې وه.
اوس ولسمشر محمد اشرف غني د علماوو شورا په همکارۍ باندې یو کنفرانس برابر کړی چې له دیني علماوو له فساد سره د مبارزې په برخه کې کار واخلي.
په دې تړاو دوه ورځنی کنفرانس کابل کې جوړ شوی چې هدف به یې لومړی دیني علماء مسوولت ته ځیر کول وي او دویم مسوولیت دا دی چې څنګه کیدای شي له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپله غاړه خلاصه کړي او له دیني اړخ څخه د اداري فساد پرضد د منبر له لارې تبلیغ وکړي.
د افغان حکومت دا طرحه کې تطبیق شي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډيره اغیزمنه تمامیږي، ځکه افغانستان کې ۹۹ سلنه خلک مسلمانان دي او د اسلام له نظره په یوه مسله کې زیات تبلیغ یې له هغې لارې راګرځولی شي.
کله چې د یوې ګنا په تړاو دیني علماء تبلیغ نه کوي، د خلکو پام ورته نه اوړي، خو کله چې د یوې ګنا په تړاو بار بار تبلیغ کیږي، خلکو ته تکراریږي او اغیزمن تمامیږي چې خلک ترې لاس واخلي.
له اداري فساد سره مبارزه کې افغان حکومت ښې لاسته راوړنې لري، خو دا چې د هر چا په سر باندې کشفي او امنیتي کسان نه شي درولی چې له فساد یې راوګرځوي، بیا هم فساد شته چې افغان حکومت ته یو لوی چلنج دی.
له فساد سره د مبارزې په برخه کې ښه او اغیزمنه لار همدا کیدای شي چې دیني عالمان د فساد په ګنا او زیانونو باندې خبرې وکړي چې خلک په فکري لحاظ باندې چمتو کړي چې هم فساد و نه کړي او هم له فساد سره مبارزه خپل مسوولیت وګڼي.
تاسو به لیدلي وي چې پلازمېنې تر څنګ زیاتو ولایتونو کې اوس دیني علماء د افغان ځواکونو په ملاتړ غونډو کې په همدې ټینګار کوي چې له نظام ملاتړ وکړئ او د دې هېواد د بهبود لپاره هر ډول هڅې د هر چا مسوولیت کیدای شي.
په اوس وخت کې سوله، امنیت او له اداري فساد سره مبارزه د افغان حکومت لپاره لوی چلنجونه دي او د دې چلنجونو له منځه وړلو لپاره اړتیا ده چې عامه پوهاوی ورکړل شي، عامه پوهاوی له منبر پرته په بله لار اغیزمنه نه دی او یواځې دیني علماء کولای شي په دې برخه کې اغیزمن تمام شي.

Share this page to Telegram

Comments