دیني عالمان : طالبان د سیمي هیوادونو نیابتي جنګیالي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: په کندهار کې یو شمېر ولسي مشران او دیني عالمان وايي، وسله وال طالبان د سیمي هیوادونو د ګټو لپاره کار کوي نه د افغانانو د ښه ژوند او شریعت لپاره.
دوی وايي، طالبان چې څه وايي، د هغه ټولو خبرو برعکس کارونه تر سره کوي او افغانان پر دوی باور نه لري.
ولسي مشر او د سیاسي چارو کتونکی محمد عمر ساطع وایي، طالبانو ویلي، چې دوی د افغانانو لپاره د بیا رغونې کارونه کوي، خو برعکس سړکونه، کلینکونه، ښوونځي او پلونه یې وران کړي دي او د افغانانو په ودونو کې يې هم چاودنې کړي چې دا خپله د طالبانو د جنایتونو ښکارندويي کوي.
ده وویل، دغه راز طالبان وايي، دوی د ملي شتمنیو ساتنه کوي خو برعکس ملي شتمنۍ يې لوټ کړي، د خلکو څخه په زور د ذکات په نوم پيسې اخلي او خلک یې مجبوره کړي چې د نشه يي توکو کرکیله وکړي تر څو دوی ګټه ترې واخلي.
دی وايي، د طالبانو جګړه یوازي د مالي منافعو لپاره ده او د همدې موخې لپاره طالبانو د القاعدې ډلې سره خپلې اړیکي نه دي پرې کړي.
دغه راز د کندهار د علماوو شورا رئیس مولوي عبیدالله فیضاني وايي، هغه کسان چې د بل په لمسون په افغانستان کې جګړه کوي خپله لار یې غلطه کړې ده او دوی نه پوهیږي چې د دوی مشران یې د کومو موخو لپاره جنګوي.
دی وايي، که طالبان په رښتیا سوله غواړي نو باید راشي او د افغان حکومت سره خبري وکړي خو که سوله نه کوي دوی به هم وژل کیږي.
دغه راز ولسي مشر حاجي یار محمد وایي، چې طالبان د سیمه ييزو هیوادونو د ګټو او نشه يي توکو مافیا لپاره جګړه کوي.
دی وایي، طالبانو زرګونه کسان په ماین چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې ووژل او لا هم خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.
خلک وایي، د سولي لپاره اوس هم طالبان چانس لري خو که چیري د سولې دروازه د تل لپاره بنده شي طالبان به بله لار ونه لري او له منځه به وړل کیږي، نو طالبان باید د سولي چانس له لاسه ورنه کړي.
ننگیالی کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments