دیني عالمان: طالبانو د افغان ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی

comments 0

14 Views

هندوکش – هلمند: د هلمند یو شمیر دیني عالمان او قومي مشران وسله وال طالبان تورنوي، چي د خپلو ډله ایزو بریدونو پر مهال ماشومان په نښه کوي، د ماشومانو ژوند او راتلونکي ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي.
دوی له ولسي وګړو غواړي، چي له افغان امنیتي ځواکونو سره په امنیتي چارو کي بشپړ ملاتړ اعلان کړي، څو په ټولنه کي د وسله والو طالبانو د وژونکو بریدونو مخه ونیول شي.
بل لور ته د هلمند یو شمیر اوسیدونکي هم پر وسله والو طالبانو د نیوکي په کولو سره زیاتوي چي طالبانو په وروستیو بریدونو کي سلګونو ماشومانو ته په بیلابیلو ولایتونو کي مرګژوبله اړولې ده.
د هلمند یو شمیر دیني عالمان وایي: وسله وال طالبان هیڅ ډول اسلامي اوانساني ارزښتونو ته ژمنتیا نه لري، بلکي د ښارونو په منځ کي بې ګناه ولسي وګړي او ماشومان په نښه کوي.
دیني عالمان زیاتوي وسله والو طالبانو په وروستیو کي په کابل، لغمان، غور او غزني ولایتونو کي د ولسي وګړو په منځ کي ځانمرګي او ډله ایز بریدونه وکړل، چي پر مهال یې ولسي وګړو ته درنه مرګژوبله اووښتې ده.
د وسله والو طالبانو پدې بریدونو کي ګڼ شمیر ماشومانو ته هم مرګژوبله اووښتې ده.
دیني عالمان وړاندي وایي: وسله وال طالبان د ماشومانو ژوند ته هیڅ ډول پاملرنه نه کوي، بلکي د خپلو ډله ایزو بریدونو پر مهال ماشومان په نښه کوي، چي دغه ډول وژونکو بریدونو د افغان ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments