دیني عالمان: سخت دریځي او ځانمرګي حرام دي

comments 0

213 Views

هندوکش – کابل: اندونیزیا کې راټول شويو دیني عالمانو په افغانستان کې سخت دریځي او انتحاري بریدونه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې وبلل.
دغه راز افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ هم کړی دی.
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د غونډې په پای کې پرېکړه لیک هم خپور کړ چې دولس مادې لري او په څلورمه ماده کې یې د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتل شوي چې د قرآنکریم له سپارښتنې سره سم، نیغ په نیغه د سولې خبرو ته کېني.
سپوږمۍ پوپلزۍ
او د همدغه پرېکړه لیک په نهمه ماده کې راغلي چې پر ملکي وګړو د حملو او د انتحاري بریدونو په ګډون، سخت دریځي او ترورېزم د اسلام له اصولو سره په تکر کې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments