دیني عالمان: د سولې له شته فرصتونو دې ګټه واخیستل شي

comments 0

30 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار لسګونو دیني عالمانو له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره دې وسلې پرځمکه کیږدي.
د دې لایت دیني عالمان چې د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په هدف راټول شوي وایي، افغانان اوس مهال تر بل هروخت زیات سولې ته نږدې شوي او اړتیاده چې له رامنځ ته شوي فرصت ګټه واخیستل شي.
هغوی وایي، که له اوسني فرصت ګټه وانخیستل شي، نو په افغانستان کې به یوځل بیا پخوانۍ ترخې تجربې تکرار شي. دیني عالمان او قومي مشران د سولې ټینګښت په برخه کې د خلکو همکاري مهمه بولي او وایي د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د مخورو مشرانو له نفوذ څخه استفاده وشي.
د دې ولایت قومي مشران او دیني عالمان وایي، د مذاکراتو له پیل وړاندې باید د ښکېلو لوریو ترمنځ دباور فضا رامنځ شي. دیني عالمانو له دواړو لوریو غوښتنه وکړه چې د تاوتریخوالي پرځای دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments