دیرش طالبان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: له کندهار څخه راپورونه وايي، ميوند ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پيل شوي عمليات پای ته ورسېدل.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وايي، دغه هوايي او ځمکني عمليات چې 03 قطعې د ميوند ولسوالۍ د “بندي تيمور” په سيمه کې تر سره کړي پر مهال يې ۵۰ وسله وال وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي او تر ۳۰ زيات وسله وال نيول شوي دي.
د کندهار د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، په دې عملياتو کې يو تن د ۰۳ قطعې سرتيری هم شهید شوی دی.
د عملياتو پر مهال وسلي او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply