دکونړ مشران وایی: دمحلی اردو په رامنځته کیدو سره امنیت نور هم ښه شوی دی

comments 0

0 Views

هندوکش_ کونړ: دکونړ اسمار ولسوالۍ یوه سرحدی غرنۍ او په شنو ځنګلونو پوښلی سیمه ده خو دقومی مشرانو او سپین ږیرو په وینا امنیت یی ښه دی ځکه چی دامنیتی ځواکونو او خلکو ترمنځ همغږی او نږدی والی شته ، دغه مشران وایی : دمحلی اردو په رامنځته کیدو سره امنیت نور هم ښه شوی دی .
دیوسیمې یو قومی مشر راته داسې وویل: محلی اردو او محلی پولیس ځکه په خپله سیمه کی ګټور بولی چی دده په اند دهمدې سیمی ځوانان دی له یوه لوری له خلکو سره پوره بلدتیا لری او له بل لوری په خپله سیمه کی روغ او ناروغه خلک ښه پیژنی .
دیو بل قومی مشر په خبره،په اسمار ولسوالۍ کی دمیشت محلی اردو د ټولی قوماندان محمدرفیق چی یو مکتبی پوځی دی خلکو ته دښه امنیت ډاډ ورکوی وایی : ددی محلی اردو ټول عسکر دهمدی سیمی اوسیدنکی دی چی موخه یی دخلکو دامنیت تامنیول دی .
د محلی اردو د ټولی قوماندان: په محلی اردو کی ډیره هغه ځوانان جذب شوی چې پخوا یی په ملی اردو او ملی پولیسو کې دخدمت ترسره کولو سندونه یا ترخیصونه ترلاسه کړی، دوی وایی دا چی په ولسوالۍ کی مو محلی اردو جوړه شوه نو دا احساس راته پیدا شوی چی په خپله سیمه کی دمحلی اردو په چوکاټ کی خپل وطن او خلکو ته خدمت وکړو.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments