دکندهار په ولایت کي دوښځینه پولیسي ترورشوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي وایي، ناپیژندو وسله والو نن چهار شنبه سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوندد چوک مدد سیمه کې دوې ښځینه پولیسې چې ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې دنده درلوده، په ‌ډزو وژلې دي.
د بارکزي په خبره، وسله وال له بريد وروسته له سيمي تښتېدلي او دوی يې د پېښي په اړه پلټني پېل کړي دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ددې برید پړه پر طالبانو اچولې ده او ویلي دي چې د طالبانو ترور او جنایت دوام لري. په کندهار کې د طالبانو لخوا د ښځیه پولیسو وژل ددې ښکارندويي کوي چې دوې د افغانستان د ښځو نه ډار لري.
د ویلو ده چې نن سهار په کندهار ولایت کې یو تن بل پولیس هم د نامعلومو کسانو په ډزو کې وژل شوی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند بارکزي ویلي دي چې دا پیښه پر ښځينه پولیسو د برید نه لس دقیقې وروسته رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې په ښځینه پولیسو د برید نه لس دقیقې وروسته د کندهار ښار د اوومې ناحیې په سیمه کې د پنجوايي په دوه لاره کې پر پولیس چې د تالاشۍ په خاطر ولاړ وو ډزې وشوې او ووژل شو.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments