دکندهار ولایت په خارکریز ولسوالۍ کې طالبانو دخلکو په وړاندې دتګ راتګ لارې تړلي دي

comments 0

57 Views

هندوکش – کندهار: دخارکریز ولسوالۍ اوسیدونکو د کندهار د ولايتي شورا په غونډه کې له طالبانو شکایت وکړ او له افغان ځواکونو يې د لارې د پاکولو غوښتنه وکړه.
ددې د ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د سیاه سنګ درې پر لار وسله وال طالبان خلک ځوروي، وهي او ټکوي يې او ددې ترڅنګ د لارې په مسیر کې د هغوئ له لورې د ښخ شویو ماینونو خطر موجود دی.
دغه اوسېدونکې، چې د وسله والو طالبانو له وېرې يې له رسنيو سره خبرې نه کولې، همداشان وویل، چې د شاولیکوټ ولسوالۍ د سوزنیانو لار هم د وسله والو له لورې بنده شوې او دوی يې له ستونزو سره مخ کړي.
تېره ورځ د شاولیکوټ ولسوالۍ پر همدې لار یو بزګر پر موټر سایکل تګ کاوه، چې وسله والو ویشتلی اوټپي کړي یې وو.
د عبدالحمید په نوم دغه کس وايي، چې وسله والو د تور اکا شیلې په سیمه کې راګرځولی او ویشتلی.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال پر ولسونو د لارې بندول بشري جنايت بولي او د جنګ پر ښکېلو اړخونو يې ږغ وکړ، چې ولس د خپل سياست قرباني نه کړي.
هغه زیاته کړې، چې د لارې د بندېدو له امله عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments