دکندهاراوسیدونکو د کابل د تیري شپې برید په سختو ټکو غندلي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – کندهار: د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د شهر دوبۍ په نوم يوه هوټل کې د واده پر مراسمو د ځانمرګي بريد چې له امله ٦٣ کسان وژل شوي او ١٨٢ نور ټپيان دي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، دا ډول بریدونه د افغانانو تر منځ بې اتفاقي نه شي راوستلی او په دې ډول بریدونه سره دښمن نه شي کولای چې افغانان کمزوري کړي.
دوی وایي، دا ډول بریدونه پر بې ګناه انسانانو، ښځو او ماشومانو دا ثابتوي چې ترهګر هیڅ انسانیت نه پېژني او غواړي چې د افغانانو تر منځ لا هم شخړي زیاتي کړي.
د کندهار اوسېدونکي وايي، دوی د خپلو امنیتي ځواکونو سره د هیواد د هر دښمن په وړاندي ولاړ دي او په دا ډول غیر اسلامي او غیر انساني بریدونو سره به دښمن ونه کولای شي چې افغانستان دې کمزوری کړي او د افغانستان راتلونکی دې له ګواښ سره مخ کړي.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments