دکندز په وروستیو عملیاتو کې ۶۳ تنه وسله وال وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمنکني بریدونو کې د طالب وسله والې ډلې ۶۳ غړي وژل شوي دي
د کندز امنیه قوماندان حمیدالله حمیدي وویل: یاد کسان چهاردرې او خان آباد ولسوالیو کې د روانو تهاجمهي عملیاتو په لړ کې وژل شوي چې لاسته راوړنې هم درلودې.
نوموړي زیاته کړه: په چهار دره کې د عملیاتو په لړ کې د قاري جانان په ګدون د وسله والو یو شمېر مهم قوماندانان ووژل شول.
هغه وویل: پر یوه مدرسې چې ځانوژونکي پکې روزل کیدل او انتحاریانو ته روزنه ورکول کیده عملیات وشول چې له امله یې ډیپوګانې منفجر او د ځانوژونکو درې روزونکي ونیول شول.
نوموړي دا هم وویل چې دغو عملیاتو کې ۶۳ طالب وسله وال وژل شوي او ډیر شمیر یې ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایې او ځمکني بریدونو کې تردې دمه کندز ترڅنګ هلمند، ننګرهار، بدخشان، زابل، ارزګان، او لغمان کې ډیر شمیر وسله وال مخالفین وژل شوي دي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *