دکندز امینه قوماندان: دکندز ولایت په امنیتي وضعیت کې دپام وړ ښه والي راغلي

comments 0

5928 Views

هندوکش – کندز: دکندز ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرشید بشیر وايي، چې دکندز ولایت په مرکز او لسوالیو په امنیتي وضعیت کې دپام وړ تغیرات راغلي، نوموړي وايي،چې دامهال دکندز په مرکز او شپږو ولسوالیو کې دافغان او بهرنیو ځواکونو له خوا دطالب وسلوالو او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې عملیات راوان دي.
امنیه قوماندان وايي، چې دیادو عملیاتو په پایله کې لسګونه طالبان وژل شوي او له دوي څخه یوشمیر وسلې ومهمات دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بل لوري دکندز اوسیدونکي وايي، دافغان ځواکونو له عملیاتو خوښ یو او له افغان ځوا کونو غواړو ، چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، ترڅو دکندز ولایت اوسیدونکي په سوله ایزه فضا کې ژوند وکړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments