دکندز امنیه قوماندان دکرونا له امله ووژل شو

comments 0

1 Views

هندوکش – کندز: دکورنیو چارو وزارت دویاند مرستیاله میرمن مروه امیني وایي،چې دکندز ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر دکرونا له امله وفات شو.
نوموړې زیاتوي،چې نوموړی څه موده وړاندې دکرونا په وژونکې ناروغې اخته شوی و،چې د درملنې لپاره کابل ته روړل شوی وو او په کابل کې تردرملنې لاندې و،چې تیره ورځ یې په روغتون کې دیادې ناروغې له امله ساه ورکړه او شهید شو.
دیادونې وړ ده،چې په هېواد کې دکرونا وژونکی ویروس په پراخیدو دی،که درانه هېوادوال دروغتیا وزارت روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي انساني ناورین به پیښ شي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments