دکاپیسا نجراب ولسوالۍ اوسیدونکي دافغان ځواکونو له عملیاتو خوښ دي

comments 0

19 Views

هندوکش – کاپیسا: دکاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې دافغان ځواکونو له خوا په یاده ولسوالۍ کې ورستي عملیات بریالي او لاسته راوړنو ډک وو،دوي وايي مونږ دافغان ځواکونو له بریالیو علمیاتو مننه کوو، چې په نجراب ولسوالۍ کې یې ترسره کړل او زمونږ سیمې یې له وسلوالو مخالفینو څخه په بشپړ ډول پاکې کړې.
دوي وآيي چې پخوایې دوسلوالو طالبانو له ویرې ورځنۍ چارې نه شوې ترسره کولې اوله خڼد سره یې مخامخ کړې وې ،خو له ښه مرغه اوس دافغان ځواکونو په برکت سره کولای شو خپلو ورځنیو چارو ته په ښه شکل رسیده ګي وکړو.
بلخوا په نجراب ولسوالۍ کې یوماشوم دملي اردو له یوه سرتیري سره خپله بې سارې مینه څرګندوي.
نوموړي ماشوم محراج نومیږي، دي وايی چې کله چې افغان ځواکونه وینم دخوښۍ احساس کوم، ځکه افغان ځواکونه دي، چې دطالبانو په وړاندې هره ورځ قرباني ورکوي خو دولس ساتنه کوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments