دکاپیسا امنیه قوماندانۍ منسوبینو ۶۳ تنه دمختلفو جرمونو په تور نیولي دي

comments 0

12 Views

هندوکش – کاپیسا: دکاپیسا امنیتي چارواکي وايي، چې ۶۳ تنه چې په یاد ولایت کې په مختلفو جرمونو کې ښکیل وو نیول شوي دي.
چارواکي وايي یاد کسانو دنشه یيي توکوپه پیر او پلو ر،قاچاق،غلا اونورو جینايي او ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
دکاپیسا امنیه قوماندان جنرال فرید مشعل وايي، چې په کاپیسا ولایت کې دپخوا په پرتله په امنیتي وضعیت کې خورا ښه والي راغلي او له ولسونو سره دامنیتي وضعیت دښه کیدو په خاطر سلا مشورې زیاتي شوي دي.
جنرال فرید مشعل دکاپیسا له اوسیدونکو غواړي،چې دخپلو افغان ځواکونو سره هر راز همکاري ترسره کړي .
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments