دښمن له ولس سپر او غشې جوړ کړی/ سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

تراوسه د افغان حکومت او د افغانانو دښمن له ولس د سپر په توګه ګټه اخیستله او هر ځای به یې د ولس له اوږدې ډز کو او بیا به یې ولسي وګړو منځ کې ځای نیوه چې تلفات و نه ګوري.
په دې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو هم اعتراف کړی و چې جګړه یې په کلیو کې متمرکزه کړې او د دې لپاره دا کار کوي چې له هوایي او تهاجمي بریدونو څخه خوندي وي، ځکه افغان ځواکونه هغه ځای باندې برید نه کوي چې چرته ولسي وګړو ته زیان اوړي.
افغان ځواکونو ډیر کله دښمن لیدلی چې د ولس منځ او یا کلي ته ننوتی، خو د دې لپاره چې ولس قرباني نه شي، له دښمن بیرته قرارګاه ته ګرځیدلي دي.
د دې جګړې کلونه وشول چې په دې شکل روانه ده، ترهګرې ډلې په ولس تپل شوي او د ولس منځ کې یې ځانته په زور او یا فریب باندې ځای پیدا کړی، ولس له دې درکه خوندي هم نه دی، ډیر کله د طالبانو جګړو ولسي خلک قرباني کړي.
د ترهګرو ډلو دا ډول جګړې ته چریکې جګړه ویل کیږي چې هیڅ ځای له افغان ځواکونو سره مخامخ په دښته او غره کې جګړه نه کوي، یواځې هغه ځای د مرکز لپاره ټاکي، چرته چې ولس تګ راتګ او استوګن وي.
خو اوس چې جګړه له یو کال څخه بل ته پيچلې کیږي، دښمن هم خپل تکتیکونه بدلوي، اوس چې ولس د دښمن په ټولو فریبونو پوه شوی او دا جګړه پردۍ بولي، دښمن هڅه کوي ، ولس په یو ځای ګیر کړي او غچ واخلي.
پر ولسي وګړو د بریدونو څو هدفونه کیدای شي؟
لومړی دا چې ولسي خلک له ځایي زور واکو او یا ترهګرو ډلو په تنګ شي، حکومت ته پناه یوسي او یا له حکومت غواړي چې د ترهګرو له شره یې خلاص کړي، کله چې حکومت د ترهګرو د وژلو او یا ځپلو پلان برابر کړي، ترهګر د ولس په منځ کې چاودنې کوي او یا پرې مخامخ یا هدفي بریدونه کوي.
دښمن له دې دوه ګټې لاس ته راوړي، لومړی دا چې په راپاریدلو خلکو کې مخکښ کسان له منځه وړي او دوی لپاره لا ډیره اسانیږي چې سیمو کې شپې وکړي، بل هدف دا دی چې ولس د حکومت پرضد راوپاروي چې ګنې د ولس په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی.
دښمن په دویم هدف کې تر ډيره کامیاب دی، ځکه هر ځای چې بې وسلې عام وګړي زیات وګوري، پرې چاودنه او یا ځانمرګی کوي چې بیا ولسونه پر حکومت نیوکې کوي او له حکومت سره لا ډير واټن نیسي، په دې چاره کې دښمن ځان په دې بریالی بولي چې له هرې چاودنې وروسته خلک په حکومت خبرې کوي او حکومت په امنیت کې پاتې یادوي.
حکومت خپل کار کوي، د ترهګرو په ځپلو او له منځه وړلو پسې هر ځای ته ځي، که څه هم په ځینو برخو کې ولسونه ترهګرو ته پنا ورکوي، خو بیا هم افغان ځواکونه توانیدلي چې د دښمن سټه وباسي.
خو له دې ټولو سره ـ سره افغان ځواکونه او یا حکومت څنګه توانیږي چې د عامو خلکو په جامه کې د یو ځانمرګي بریدګر مخه ونیسي، ځآنمرګي د خلکو په جامه کې د خلکو منځ ته ځان رسوي او چاودنه کوي، د دې لپاره یې کوي چې خلک د حکومت پرضد راپورته کړي او هغه همکاري چې له حکومت سره یې کوي، تر دې وروسته یې و نه کړي.
نو دښمن خود به خوده دې پلان کې بریالی دی،
تاسو ولیدل چې د کابل په لویدیځه څنډه کې پر شیعه ګانو دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې له سلو زیات کسان پکې شهیدان او ټپيان شول، له دې وروسته مو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې ولیدل چې دښمن د معترضینو منځ ته ځان ورسو او چاودنه کې یې له درې سوه زیات کسان شهیدان او ټپيان کړل.
دا ټول بریدونه دښمن د دې لپاره تنظیموي چې له حکومت سره ولس واټن ونیسي، دا دې لپاره دي چې د حکومت پرضد خلک راپورته شي، دا دې لپاره دي چې د افغانانو ترمنځ یووالی له منځه یوسي او دا بریدونه د دې لپاره دي چې قومي او مذهبي جګړې پيل شي.
نو که ولسونه هوښیار اوسي، دښمن به یې په دې موخو کې بریالی نه شي، او که ولس لږ هم بې غوره شي، دښمن به وتوانیږي چې په دې ډول بریدونو سره هغه اهداف لاس ته راوړي چې بهرنیو استخباراتو څخه یې پروژې اخیستي دي.

Share this page to Telegram

Comments